د پکتیا ولایت د مرکز په ګردیز ښار کې له ۳ دارالوکالو نظارت او بررسي ترسره شوه

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د جمادي الاول میاشتې په ۲۶ نېټې د یکشنبې په ورځ د پکتیا ولایت د مرکز په ګردیز ښار کې ۳ دارالوکالې نظارت او بررسي کړې او د هغو متصدیانو ته یې لازمې توصیې وکړې.
دغه هیئت، د بررسۍ په ترڅ کې د یادو دارالوکالو له موقعیت، لوحې، مهر، د هویت کارت، د عوایدو د ثبت کتاب، د مقاولې کتاب، د اداري سندونو د ثبت کتاب، د مؤکلینو د سندونو د ثبت کتاب او له جزايي فورمو نظارت او بررسي ترسره کړه.
یاد هیئت د بررسۍ په ترڅ کې ۱ دارالوکاله چې د جزايي قضیو فورمه یې نه درلودله او یوه بله دارالوکاله چې د مؤکلینو د ثبت له کتاب څخه یې ګټه نه وه پورته کړې، وپېژندلې او د هغو متصدیانو ته یې لازمې توصیې او لارښوونې وکړې.