په کابل ښار کې څه باندې ١٠٠ خیریه بنسټونه او اتحادیې نظارت او بررسۍ لاندې ونیول شوې

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۱۸:۲۹
.

د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو د چارو رئیس مولوي محمد یاسین حقاني او د یاد رياست نظارتي پلاوي د تېرو شپږو اوونیو په ترڅ کې  په کابل ښار کې ٤٧ اتحادیې او ۵۷ خیریه بنسټونه نظارت او بررسي کړل.

ياد شوي پلاوي په دې بررسۍ سره، ٣٣ خیریه بنسټونه او ٢٦ اتحادیې چې د هغو د جوازونو د اعتبار مودې پای ته رسیدلې وې او په ناقانونه توګه يې فعالیت درلود، وپېژندل او د هغو د ناقانونه فعالیت مخنيوی یې وکړ او  له هغوی څخه یې ژمنه واخیسته.

هیئت د یادو اتحادیو او خیریه بنسټونو متصدیانو ته توصیه وکړه چې د خپلو اتحادیو او خیریه بنسټونو جوازونه تمدید کړي او په اصولي ډول فعالیت ترسره کړي. دغه راز له هغوی څخه وغوښتل شول چې د خپلو فعالیتونو راپور په خپل وخت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو چارو ریاست ته وړاندې کړي.

د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو د چارو رياست نظارتي پلاوی په دوامداره توګه د اتحادیو او خیریه بنسټونو له فعالیت څخه بررسي او نظارت ترسره کوي تر څو د ناقانونه فعالیتونو مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS