په عدلیې وزارت کې ثبت شويو خیریه بنسټونو او اتحادیو د هرات له زلزله ځپلو سره څه باندې ٨٠ میلیونه افغانۍ مرسته کړې

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۱۵:۹

د اسلامي امارت د عدلیې په وزارت کې ثبت شویو خیریه بنسټونو او اتحادیو د هرات ولایت له زلزله ځپلو سره کابو ٨٠ میلیونو ٦٨٩ زره او ٢٠٠ افغانۍ مرستې کړي دي.

په دغه وزارت کې د ثبت شویو خیریه بسنټونو او اتحادیو د راپور په اساس، د خیریه مرستو له مجموعې څخه کابو ٦٠ میلیونو ٢٥ زره او ٧٣٠ افغانۍ له ٢٢ خیریه بنسټونو او پاتې نورې ٢٠ میلیونو ٦٦٣ زره او ٤٧٠ افغانۍ د څلورو اتحادیو له لوري مرسته شوي او د هرات ولایت زلزله ځپلو ته ویشل شوي دي.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت له دې وړاندې په یاد وزارت کې له ثبت شويو خیریه بنسټونو او اتحادیو څخه غوښتلي وو چې د هرات ولايت له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS