د ولایتونو د عدلیې ریاستونو مسلکي غړو لپاره د شپږ ورځني زده کړییز سیمینار جوړول

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۱۰:۵۵
.

د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمریت، د ربیع الثاني د میاشتې په ۲۰ نېټې د شنبې په ورځ د هیواد د څلورو ولایتونو د عدلیې ریاستونو مسلکي غړو لپاره شپږ ورځنی زده کړییز سیمینار د کندز ولایت د عدلیې ریاست په تالار کې جوړ کړ.

په دغه سیمینار کې چې د امارت د قضایاو د مسلکي د زدکړو تر سرلیک لاندې جوړ شوی د بغلان، تخار، بدخشان او کندز ولایتونو د عدليې ریاستونو ۲۶ تنو مسلکي غړو برخه واخیسته او د غصب او له هغه سره د مبارزې د حل لارو، د ځمکو د غصب د مخنیوي مقررې او اړوند لایحې، دعوا او د هغې شرایط، د برنامې جوړولو او د ادارې د انسجام په چارو کې د اداري مراسلاتو د اهمیت په اړه لازمې زده کړې ترسره کوي.

د یاد سیمینار په پرانیسته کې د کندز ولایت د عدلیې رئیس شیخ عزیزالله سعیدي د اخلاص او مسؤلیت اخیستلو په تړاو خبرې وکړې او د یادې برنامې په زده کړې یې ټینګار وکړ. نوموړي د دغه سیمینار له ترسره کونکو څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه او په راتلونکي کې هم د دغه راز برنامو جوړولو غوښتنه وکړه.

د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمریت د یاد وزارت د کارمندانو د کاري ظرفیت لوړولو په منظور وخت په وخت دغه ډول برنامې جوړوي او د یاد وزارت د کارمندانو د ظرفیت لوړولو په موخه هلې ځلې کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د عدليې وزير د ناروې د سفارت له شارژدافیر سره وکتل او خبرې وکړې

 د اسلامي امارت د عدليې وزير، محترم شيخ الحديث مولوي عبدالحکيم شرعي افغانستان لپاره د ناروې د سفارت شارژدافیر، ښاغلي في البرت ایلساس او له مل پلاوي سره وکتل او د کورنيو قوانينو، نړيوالو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۴ خیریه بنسټونو له فعالیتونو نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذی‌الحجې د میاشتې په ۱۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په درېیمه ناحيه کې د خیریه بنسټونو له ۴ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۴:۲۸
Background image

په باميان ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د باميان زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د ذی‌الحجې د میاشتې په ۱۹مه نېټه د دو‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۸ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
ن. . .

BACK TO NEWS