د کنړ ولایت له عدلیې ریاست څخه د عدلیې وزارت د نظارتي هیئت لیدنه او بررسي

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۱۲:۲۶
.

د عدلیې وزارت نظارتي هیئت د یاد وزارت د مدافع وکیلانو د رئیس مولوي سیدحبیب الحبیب په مشرۍ او د حقوقي مساعدتونو رئیس مولوي رحمت الله حقاني، د جمعیتونو او ټولنیزو بنسټونو د چارو رئیس مولوي محمد یاسین حقاني او د عدلیې وزارت د نورو مسلکي غړو په غړیتوب، د ربیع الثاني د میاشتې په ۱۷ نېټې د چهارشنبې په ورځ د کنړ ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه.

یاد هیئت د کنړ ولایت د عدلیې له رئیس مولوي عبدالستار حماس او د دغه ریاست له کارمندانو سره وکتل او دغه ولایت ته یې د خپل د سفر موخه بیان کړه. یاد شوي هیئت د عدلیې ریاست له بېلابېلو برخو څخه لیدنه او بررسي ترسره کړه او د دغه ریاست د کارمندانو ستونزې او غوښتنې واوریدې او د هغو د حل په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

یاد هیئت د عدلیې ریاست له مسؤلینو سره ژمنه وکړه چې د هغوی ستونزې به د عدليې وزارت له مقاماتو سره شریکې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۵:۳۰
Background image

د عدلیې وزیر د درملو د شرکتونو له مسئولینو سره یوه ناسته جوړه کړه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د درملو شرکتونو له یو شمیر مسئولینو سره وکتل او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې له هغوی سره خبرې وکړې.

په دې ناسته کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۵:۱۵
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د شوال د مياشتې ۲۲ مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۳:۴۷
Background image

د غزني ولایت د عدلیې ریاست او د موټر پلورنځيو یو شمېر استازو تر منځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

د غزني ولایت د عدلیې ریاست او د یاد ولایت د موټر پلورنځيو یو شمېر استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته د شوال د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د عدلیې رئيس مولوي مطيع الحق عثمان په مشرۍ. . .

BACK TO NEWS