د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو د اداري ناستې جوړیدل
![.](/sites/default/files/2023-09/3242.jpg)
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو اداري ناسته د ۱۴۴۵هجري قمري کال د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۰ نېټې د چهارشنبې په ورځ د مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د دغه وزارت مرکزي رئیسانو او د نورو مسؤلینو په ګډون جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، د پلان او پالیسۍ ریاست د کړنلارې په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه او پریکړه وشوه چې دغه کړنلاره له اصلاح او د اصلاحي نظرونو له درج څخه وروسته په راتلونکې ناستې کې وړاندې شي او دغه راز د وزارت د یو لړ امنیتي موضوعاتو په اړه هم بحث وشو او دغو برخو کې لازم تصمیمونه ونیول شول.
په دغې ناسته کې د عدليې وزارت د عوایدو د زیاتیدلو او مدیریت د کړنلارې په اړه هم بحث وشو او پریکړه وشوه چې د امیرالمؤمنین د نه تایید په دلیل د دغې کړنلارې د نه عملي کیدلو په اړه، مالیې وزارت ته لیک واستول شي.
په همدې توګه په یادې ناسته کې د هغو زده کړه ییزو برنامو په تړاو چې د بشري سرچینو د ریاست او د دعوت او ارشاد د ریاست له لوري مامورینو له پاره ترسره کیږي هم بحث وشو او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.