په کندز ولایت کې ۶۱ جریبه امارتي ځمکه استرداد شوه
د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د رئیس آباد ښارګوټي د ۱۳ جریبه ځمکې، د امام صاحب د ولسوالۍ د حلقه کول ساحې د ۶۱ جریبه ځمکې او د قلم ګذر ساحې د ۴۰ جریبه ځمکې، د ښاروالۍ د ملکیت د ۶ دوکانونو او د علي آباد ولسوالۍ د مدرسې د ساحې د ۲.۵ جریبه ځمکې دوسیې په هغې کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.
د یادې بررسۍ په پایله کې د امام صاحب د ولسوالۍ په حلقه کول ساحې کې ۶۱ جریبه ځمکه او د دغه ولایت په مرکز کې د ښاروالۍ د ملکیت ۶ دوکانونه استرداد شول او لارښوونه وشوه چې یاده شوې ځمکه د امارتي املاکو په کتاب او د ځمکو په بانک کې ثبت شي.
دغه راز په یاده ناسته کې د امام صاحب د ولسوالۍ د قلم ګذر د ساحې ۴۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه او د یاد هیئت سکرتریت ته لارښوونه ورکړل شوه چې د هغې څېړنې بشپړې کړي او دغه راز یو پلاوي تعیین شو ترڅو د علي آباد ولسوالۍ د مدرسې ساحې د ۲.۵ جریبه ځمکې د متصرف سندونه په ساحه کې تطبیق کړي او د هغې راپور دغه هیئت ته وړاندې کړي.