د کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ له مقاماتو سره د همغږۍ ناسته جوړیدل
![.](/sites/default/files/2023-05/wlswaly_klkan.jpg)
د عدليې وزارت د حقوقي مرستو رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري او له هغه سره مل پلاوي د ذوالقعدې میاشتې په ۲ نېټه د دوشنبې په ورځ د کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ له مقاماتو سره د همغږۍ په منظور ناسته جوړه کړه.
په دغې ناسته کې د کلکان ولسوال مولوي محمد شیرین، قاضي، مفتي، امنیه قوماندان، د استخباراتو مسؤل، د ښوونې آمر او د یادې ولسوالۍ نورو مسؤلینو برخه اخیستې وه.
په دغې ناسته کې، د حقوقي مرستو رئیس، د حقوقي مرستو او د عامه حقوقي پوهاوي ورکوونې برخه کې د عدلیې وزارت کاري برنامې بیان کړې او د دغې ولسوالۍ له محکمې سره یې د حقوقي مرستندویانو ستونزې مطرح کړې. نوموړي د امنیې قوماندان او د استخباراتو مسؤل ته وویل چې د شکمن او تورن حقوق د نیولو، بندي کولو او تحقیق په وخت کې رعایت کړئ.
د کلکان ولسوال د حقوقي مرستو د رئیس او د هغه د مل پلاوي حضور څخه هرکلی وکړ او ښه راغلاست یې ورته وویل او حقوقي مرستو کاري برنامې او د حقوقي پوهاوي ورکول یې د ټولنې په خیر او ژغورنې وګڼلې.