سمنګان ولایت کې له ۴۰۹ جریبو څخه زیاته ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۸ - ۱۴:۳۲
.

د سمنګان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه او هم دغه ولایت کې له ځینو سیمو څخه لیدنه وشوه.

یاد هیئت ددغه ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ د شورقل او چیمزي کلیو له ځمکو څخه لیدنه وکړه او امارتي ځمکې  يې دغو سیمو کې تثبیت کړې.

دغه راز یاد هیئت له سیمه ییزو مقاماتو او د یاد شوو کليو له مشرانو سره وکتل او دغې سمیه کې یې ۵۸ قطعې ځمکې بررسي کړې.

یاد شوو قطعو کې ۴۸۷ جریبه ځمکه شامله ده چې د هغې ۴۰۹.۴۴ جریبه عامه څړځای او پاتي ۷۷.۵۶ جریبه یې د هیئت لخوا شخصي تثبیت شوه.

یاد هیئت د نوموړو کلیو اوسیدونکو له پاره د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان په اړه معلومات ورکړل. ځايي اوسیدونکو د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان هرکلی وکړ او ژمنه يې وکړه چې په عامه څړځای به تعرض و نه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS