سمنګان ولایت کې له ۴۰۹ جریبو څخه زیاته ځمکه امارتي تثبیت شوه
د سمنګان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه او هم دغه ولایت کې له ځینو سیمو څخه لیدنه وشوه.
یاد هیئت ددغه ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ د شورقل او چیمزي کلیو له ځمکو څخه لیدنه وکړه او امارتي ځمکې يې دغو سیمو کې تثبیت کړې.
دغه راز یاد هیئت له سیمه ییزو مقاماتو او د یاد شوو کليو له مشرانو سره وکتل او دغې سمیه کې یې ۵۸ قطعې ځمکې بررسي کړې.
یاد شوو قطعو کې ۴۸۷ جریبه ځمکه شامله ده چې د هغې ۴۰۹.۴۴ جریبه عامه څړځای او پاتي ۷۷.۵۶ جریبه یې د هیئت لخوا شخصي تثبیت شوه.
یاد هیئت د نوموړو کلیو اوسیدونکو له پاره د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان په اړه معلومات ورکړل. ځايي اوسیدونکو د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان هرکلی وکړ او ژمنه يې وکړه چې په عامه څړځای به تعرض و نه کړي.