د جنوب زون د عدليې ریاستونو د امرینو او کارکوونکو له پاره څلور ورځنی سیمینار پای ته ورسید

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۲ - ۱۱:۵۰
.

د جنوب زون ولایتونو د عدلیې ریاستونو د امرینو او کارکوونکو له پاره د اسلامي امارت د عدليې وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري څلور ورځنی سیمینار جوړ شوی وو، چې د ربیع الثاني میاشت په ۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه سیمینار ګډونوالو ته د تصدیق پاڼو په ویش سره پای ته ورسید.

په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه د پکتیا ولایت د عدليې ریاست د کنفرانسونو به تالار کې جوړ شوي وو، د پکتیا ولایت د عدلیې رییس مولوي محمد رییس محمدي د موضوع په اړه خبرې وکړې او د دغه راز برنامو جوړیدل یې د کارکوونکو د اداري او مسلکي ظرفیت په لوړولو کې ګټور وبلل. نوموړي هیله څرګنده کړه چې ګډون کوونکي دې په دغه سیمینار کې له خپلو زده کړو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

د یاد شوي مراسمو په دوام کې د عدليې وزارت د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړولو امر مفتي احمد ضیا، د دغه سیمینار له ګډونکوونکو څخه مننه وکړه چې په دغې برنامه کې يې په لیوالتیا او اخلاص سره ګډون وکړ.

په یاد شوي سیمینار کې د خوست، پکتیا، پکتیکا او غزني ولایتونو د عدليې ریاستونو مسلکي او اداري امرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دغه سیمینار کې په اداري برخو کې د عدليې وزارت معرفي، د ادارې او مدیریت اساسات، اداري مراسلات او پلان جوړونه او په مسلکي برخو کې اداري اصول نامه او حقوقي اصول نامه تدریس شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۲:۱۲
Background image

په بلخ ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د شمال زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د شعبان د میاشتې په ۱۲مه نېټه د ‌شنبې په ورځ د بلخ ولایت د مرکز، مزار شريف ښار اړوند په پنځمه ناحیه کې  له ۸ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۲:۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 په فاریاب ولایت کې د یاد ولایت د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د شعبان د میاشتې په ۷مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د ميمنې ښار په لومړۍ او درېیمې ناحیو کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۱:۵۹
Background image

په نيمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 په نيمروز ولایت کې د یاد ولایت د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د شعبان د میاشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په ورځ، په دغه ولایت کې د معاملاتو د لارښوونې له ۱۷ دفترون. . .

BACK TO NEWS