د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۵
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د درېیمې، څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې واخیسته.
په دې ازموینه کې چې د عدلیې وزارت په مقر کې واخیستل شوه، د کارکوونکو چارو ریاست او د دغه وزارت د  نورو برخو مسؤولینو حضور درلود او د ازموینې له بهیر څخه یې څارنه وکړه.
د ازموینې په پیل کې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست مسؤولینو د یادو بستونو د اهميت، د ازموینې د ډول او د پوښتنو څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او ګډونوالو ته یې د ازموینې پروسې له روڼتیا څخه هم ډاډ ورکړ.
په دې ازموینه کې د ګډون لپاره ۷۸ تنه په شرایطو برابر پېژندل شوي وو او له دې جملې څخه ۵۲ تنو په ازموینه کې ګډون درلود او د یادو بستونو ترلاسه کولو لپاره یې په خپلو کې سیالي وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۵
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د درېیمې، څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

BACK TO NEWS