په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې او موټورپلورنځیو ۳ دفترونه وتړل شول

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۴۶
.

 د ننګرهار ولایت عدلیې ریاست د معاملاتو لارښوونې او د موټرپلورنځیو له فعالیت څخه د نظارت او د یاد ولایت په کچه د مراجعینو شکایتونو ته د رسیدګۍ په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو درې دفترونه وتړل.
دا نظارت د ربیع الآخر د میاشتې په ۱۰مه نېټه په جلال‌اباد ښار او خوږیاڼۍ ولسوالۍ کې ترسره شو او په ترڅ کې یې یو موټرپلورنځی په خوږیاڼۍ ولسوالۍ کې او د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د جلال‌اباد ښار په لومړۍ او اوومه ناحیو د سرغړونو او غیرقانوني فعالیت له امله وتړل شول.
د ننګرهار عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین او سرپرست، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۲

BACK TO NEWS