د عدلیې وزارت په تېرو ۹ میاشتو کې ۶۴ خیریه بنسټونو ته د فعالیت جواز صادر کړی دی

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۱۱:۴۵

د عدلیې وزارت په تېرو ۹ میاشتو کې ۶۴ خیریه بنسټونو ته د فعالیت جواز لیک صادر کړی چې له دې جملې څخه ۵۹ جواز لیکونه نوي او ۵ نور یې تمدېدي ول.

دغه جواز لیکونه د عدلیې وزارت د انسجام لوی ریاست له لوري له پړاوونو تېر او صادر شوي دي. همدا راز دې وزارت ۲۷ تنو نورو غوښتونکو ته د ټولنې د فعالیت جواز لیک صادر کړی چې له دې جملې څخه ۲۵ جواز لیکونه نوي او ۲ نور يې تمدېد شوي دي.

د عدلیې وزارت په دې موده کې ټولنو او خیريه بنسټونو ته د فعالیت د ۹۱ جواز لیکونو له صادرولو څخه ۸۷۵ زره افغانۍ عواید راټول او د اسلامي امارت خزانې ته یې تحويلې کړي دي.

د عدلیې وزارت د انسجام د ریاست د بررسۍ هیئت په دې موده کې د ټولنو او خیریه بنسټونو ۵۳ دفترونه او د هغو کړنې یې څارلي او کنترول کړي  او له ۴۰ څخه زیاتې ټولنې او خیریه بنسټونه يې غیر فعاله تثبیت کړي دي.

دغه ریاست د ټولنو او خیریه بنسټونو د سندونو د پړاوونو د تېرولو په برخه کې هم یو لړ آسانتیاوې را منځ ته کړي چې له دې جملې څخه د خیریه بنسټ د جواز لیک د غوښتونکي لخوا د بانکي سټيټمنټ له ۲ میلیونه افغانیو څخه ۵۰۰ زره افغانیو ته راښکته کیدل، په دې اداره کې د ټولنو او خیریه بنسټونو د ثبت لپاره د یو منظم ډیټابېس جوړول او په حرفوي، صنفي او تخصصي برخو کې حقیقي اشخاصو ته د ټولنې د فعالیت جواز لیک ورکول یادولای شو.Top of Form

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۹ دفترونه وتړل شول

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادي‌الآخرې د مياشتې په ۶مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په نهمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۱ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۳
Background image

په کندوز ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د کندوز ولایت د عدلیې رياست د جمادي‌الآخرې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۲۰ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

په کندوز ولایت کې د سرو زرو له یو شمېر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د کندوز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د جمادي‌الآخرې د مياشتې په ۱۱مه نېټه، د یکشنبې په ورځ، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او د زرګرانو اتحادیې د استازو په ګډون د دغه ولایت په. . .

BACK TO NEWS