د عدلیې وزارت او کاردان پوهنتون مسوولینو د همکاریو د پیلولو په باره کې خبرې وکړی
د عدلیې وزارت سرپرست او مالي او اداري رئیس مفتي فضل هادي صاحب زاده د ډاکټر احمد خالد حاتم په مشرۍ د کاردان پوهنتون له یوه پلاوي سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د عدلیې وزارت او کاردان پوهنتون ترمنځ د همکاریو د پیل په ځانګړې توګه د ښوونیزو او لوړو زده کړو له جملې یې د تحصیلي سندونو، لیسانس او ماسترۍ برنامو، د انګلیسي ژبې د زده کړې، د وزارت د کارکوونکو لپاره په تحصیلي څانګه کې د تخفیف، د کاردان پوهنتون د فارغینو لپاره د ستاژ دورې او په عدلیې وزارت کې د اړوندو سیمینارونو د جوړولو په برخو کې د پیل په باره کې بحث او خبرې وکړې.