په ۱۳۹۷ کال کې د انسان له قاچاقو او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې د عالي کمېسیون رپوټ

waheed
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۴ - ۸:۵۶
په ۱۳۹۷ کال کې د انسان له قاچاقو او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې د عالي کمېسیون رپوټ

لکه څنګه چې تاسې پوهېږې، د افغانستان دولت د انسان تښتونې او قاچاقو پرخلاف د مبارزې د قانون پربنسټ په ۱۳۹۰ هجري لمریز کال کې د انسان تښتونې او قاچاقو پرخلاف د مبارزې عالي کمېسیون چې د ۱۵ دولتي ادارو او ۱ غیر دولتي ادارې څخه متشکل دی، رامنځته کړ. چې د عدليې وزارت دغه کمېسیون ریاست د سکرتریت پرغاړه لري.

په ۱۳۹۵هجري لمریز کال کې د انسان د تښتونې او قاچاقو پرخلاف د مبارزې د قانون له تعدیل څخه وروسته، د مهاجرانو قاچاق او جرم و پیژندل شو. او (د انسان له قاچاقو او مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې عالي کمېسیون) په نامه کمېسیون خپل کار پیل کړ.

د دغه کمېسیون د جوړولو موخه د هېواد په کچه د انسان له قاچاقو او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې په لاره کې د دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول دي. دغه کمېسیون په کلني ډول د خپلو فعالیتونو د رپوټ چې د انسان د قاچاقو او د مهاجرانو د قاچاقو د پدیدې په وړاندې د افغانستان  د دولت اقدامات رانغاړي، وړاندې کوي. د یادونې وړ ده چې د دغه کمېسیون فعالیتونه په دریو کتګوريو ویشل شوي دي. ۱-امنیتي، عدلي او قضايې سکتور، ۲-ملاتړیز سکتور، ۳-د پوهاوي ورکونې سکتور

امنیتي، عدلي او قضايې سکتور د کشف، پیژندنې، نیونې، څېړنې، تعقیب او محاکمې مسؤلیت لري، ملاتړیز سکتور د انسان او مهاجرانو د قاچاقو له قربانیانو سره د ملاتړ مسؤلیت لري. او د پوهاوي ورکونې سکتور د انسان د قاچاقو او د مهاجرانو د قاچاقو په زیانونو د پوهاوي ورکونې مسؤلیت پرغاړه لري.

د افغانستان دولت په پرلاپسې ډول هڅې کړې دي چې د انسان له قاچاقو او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې د قانون حکمونو پر ‍بنسټ په شپږو ساحو کې ( جوړښت، د جرمونو کشف، او د انسان د قاچاقو د مظنونینو د نیونې، قضیوته د رسیدګۍ او د انسان د قاچاقو د جرمونو د تورنو د محاکمه کولو، د عامه پوهاوي ورکونو، د انسان د قاچاقو له قربانیانو سره ملاتړاو د سیمې او نړۍ په کچه د همغږۍ د رامنځته کولو لپاره هڅو کې) اجراآت وکړي.

۱.امنیتي، عدلي او قضايې سکتور

د دې کمېسیون د ۱۳۹۷ کال د رپوټ پر بنسټ، د ملي امنیت ادارې، د انسان د قاچاقو ۵۵ شبکې تثبیتې او پیژندلې دي چې ۳۵ شبکو باندې يې کوپراتیفي عملیات ترسره کړي دي. په پای يې په مرکز او ولایتونو کې يې د انسان ۴۱ تنه قاچاقو وړونکي نیول شوي او عدلي او قضايې بنسټونو ته ورپیژندل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت د انسان د قاچاقو ۱۲۲ قضيې کشف او بررسي کړي دي. چې په پایله کې يې له هغو څخه ۶۳ تنه د انسان د قاچاقو او د ځینو نورو مواردو په اړوند نیولي او عدلي او قضايې بنسټونو ته يې سپارلي دي.

 په کلي توګه، د هېواد کشفي او امنیتي ادارو، په تیر کال کې د انسان د قاچاقو ۱۶۳ تنه مظنونین نیولي دي چې له دې جملې څخه ۱۰۴ تنه يې عدلي او قضايې بنسټونو ته ورپیژندل شوي دي. په دې موده کې د انسان په قاچاقو او د مهاجرانو په قاچاقو پورې ۱۵۴ اړوندې قضيې د څېړنې او تعقیب په منظور د لوی څارنوالی ادارې ته سپارلې شوې دي. چې له دې جملې څخه له ۱۴۵ تنه ترڅېړنې او تعقیب نیول شوي او ۹ نورې قضيې تر کارلاندې دي، په پایله کې (۷۵) تنه د هېواد د جزا د کود د حکمونو پر بنسټ په لاندې مجازاتو محکوم شوي دي.

-۵۵ تنه د مهاجرانو د قاچاقو په تور او ۶ تنه د انسان د قاچاقو په تور په منځني حبس محکوم شوي دي.

-۴ تنه د انسان د قاچاقو په تور په اوږد حبس محکوم شوي دي.

-۲ تنه د انسان د مهاجرانو د قاچاقو په لنډ حبس محکوم شوي دي. او ۸ تنه نور بیګناه ثابت شوي دي. پاتې قضيې تر کار لاندې دي. مونږ په جریان کې یو چې د انسان قاچاقو وړونکي، انسانان د ډول ډول ګتې اخیستنې په منظور قاچاق کوي.

د افغانستان دولت به د دغه جرمي عمل په وړاندې د هغه د عاملانو پر خلاف له ډیرو سختو مجازاتو څخه کار واخلي. هېواد د جزايې کود د جرم په تناسب د ګتې اخیستنې د جرم لپاره له لنډ حبس څخه تر اعدام پورې ډول ډول جزاګانې په پام کې نیولې دي. د هېواد د جزا په کود کې، د انسان د قاچاقو د مجني علیه تر معافیت او ملاتړ لاندې نیول شوې دې. او هغه عملونه چې په جبري ډول د انسان له قاچاق وړونکو له لوري ورباندې تپل کېږي، تر عدلي تعقیب لاندې نه نیول کېږي مونږ باور لرو چې د هېواد په قضايې دستګاه کې د دغو مجرمانو په وړاندې هیڅ راز نرمښت شتون نه لري. د هېواد د عدلي او قضايې نظام د هېواد د جزا له کود سره سم د انسان د قاچاقو مجرمان په ډیرې سختې جزا محکوموي.

۲-ملاتړیزسکتور

لکه څنګه چې تاسې پوهېږې، د انسان قاچاق او غیر قانوني مهاجرتونه، جدي، جسمي او رواني زیانونه له ځان سره لري، په دې بنا د افغانستان دولت هڅه کوي چې د انسان د قاچاقو قربانیانو ته اړین ملاتړونه برابر کړي.

په دې موده کې په کلي توګه همکارو مؤسسو د دې کمېسیون له غړو ادارو سره په همغږۍ کې د انسان د قاچاقو او د مهاجرانو د قاچاقو له قربانیانو څخه ۱۰۵۰ تنه تر اوسه پورې په خپلو بیلا بیلو ملاتړیز مرکزنو کې تر روغتیايې، رواني، ښوونیزو او ټولنیزو ملاتړونو لاندې نیولي دي. او له هغوې څخه ځینې يې بیرته له کورنیو سره يې مدغم کړي دي.

دغه راز د کمېسیون غړو له راستنول شوو مهاجرانو څخه څه د پاسه ۸۶۰۰ تنو لپاره روغتیايې، رواني، ښوونیز او ټولنیز او د عامه پوهاوي خدمتونه برابرکړي دي. د دې کمېسیون غړو ادارو له بین المللي مؤسسو سره په همکارۍ کې له رد مرز شوو قربانیانو سره ۵۴۲۴۲ تنه چې د سعودي عربستان، ترکيې، او د ایران له هېوادونو او له ځینو نورو اروپايې هېوادونو څخه رد مرز شوي و تر ملاتړ لاندې نیولي دي. او وروسته يې د هغوې له کورنیو سره مدغم کړي دي. که څه هم د انسان د قاچاقو او د مهاجرانو د قاچاقو عالي کمېسیون د مشخصې بودیجې د نه لرلو په دلیل، لازم ملاتړیز مرکزونه نه لري، خو د دغه کمېسیون غړې ادارې او همکارې مؤسسې تل هڅه کوي. چې د انسان د قاچاقو او د مهاجرانو د قاچاقو د قربانیانو خپل ملاتړیز مرکزونه فعال وساتي اوهغه زیات کړي.

د دې ترڅنګ، د افغانستان د مدافعو وکیلانو خپلواکې ټولنې د وړیا مدافعو وکیلانو د توظیف له لارې، دانسان د قاچاقو د ۱۲ قضیو دفاع کړې ده. د هغو کارونو ترڅنګ چې د انسان د قاچاقو او د مهاجرانو د قاچاقو له قربانیانو سره د ملاتړ په لاره کې شوي دي. د مهاجرینو او راستنیدونکو وزارت د غیر قانوني مهاجرتونو د کمښت او له غیر قانوني ویزو څخه د مخنیوي په منظور د هېواد د پاسپورت له ریاست او د ناروې، دنمارک او روسيې له سفارتونو سره د همغږۍ غونډې جوړې کړې چې ډیراغیزمنې دي. هغه څه چې د ټولو لپاره تکان ورکونکي دي. د انسان د قاچاقو او د غیر قانوني مهاجرتونو آفتونه او ناوړه زیانونه دي.

په تیرکال کې په ایران کې د مهاجرینو او راستنیدونکو د چارو د اتشه د رپوټونو له مخې په ایران کې د افغانستان له مهاجرانو څخه ۸۷۲ تنه د ترافیکي پیښې، ناروغۍ، سوزیدنې، د ناپیژندو کسانو د بریدونو او د نورو پیښو له امله له منځه تللې دي،  د افغانستان دولت په داسې حال کې چې د غیر مترقبه پیښو له رامنځته کیدو څخه خپګان څرګند کړې دې، د دغو افرادو جسدونه يې افغانستان ته لېږولې او هغوې کورنیو ته يې سپارلي دي.

۳-د پوهاوي ورکولو سکتور

د پوهاوي ورکولو سکتور چې د ارشادو، حج او اوقافو، د مهاجرینو او راستنیدونکو د چارو، اطلاعاتو او فرهنګ، کار او ټولنیزو چارو او د عامې روغتیا وزارتونه، د بشر د حقوقو خپلواک کمېسیون او د انسان له قاچاقو او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې عالي کمېسیون پکې شاملېږي، د جوماتونو، خطبو، رادیويې او تلویزیوني پیغامونو، بنرونو او بلبوردونو او نورورسنیو له لارې د انسان د قاچاقو او د هغو د زیانونو او پایلو په باره کې پوهاوي ورکوي.

د عالي کمېسیون غړو ادارو په سیمه ییزه او ملي کچه د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د پوهاوي ورکونو د ۵۲۵ برنامو په جوړولو سره د هېواد د ۱۶۹،۷۳۵ تنو هېوادوالو لپاره د انسان د قاچاقو او غیر قانوني مهاجرتونو د زیانونو او د هغو د ناوړو عواقبو په باره کې پوهاوي ورکړی دی.

دغه راز له کمېسیون سره د همکارو غیر دولتي بنسټونو په همکارۍ د انسان د قاچاقو او د مهاجرانو د قاچاقو له پدیدې سره د اغیزمنې مبارزې په منظور په کابل او د ولایتونوکې د دولتي او غیر دولتي بنسټونو څه د پاسه ۱۸۵۰تنو کارکوونکو لپاره د ظرفیت د لوړولو ۱۰۶ برنامې جوړې شوې دي.

په دغو فعالیتونو سره بیره، به تیر کال کې، عالي کمېسیون د لومړی ځل لپاره د بین المللي بنسټونو په همکارۍ په دې بریالی شو، چې په هېواد کې د انسان او د مهاجرانو په قاچاقو پورې د ټولو اړوندو معلوماتو او اجراآتو د ثبت په منظور د انسان د قاچاقو او د مهاجرانو د قاچاقو عمومي دیتابیس رامنځته کړي. دغه دیتابیس همدا اوس د عالي کمېسیون د سکرتریت په لسو دفترونو او په سرحدي ولایتونو کې فعال شوي دي. د یادونې وړ ده چې دغه دیتابیس د کمېسیون د غړو ادارو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو په ترڅ کې، دولت په دې قادر کوي، چې په هېواد کې د انسان د قاچاقو او د مهاجرانو د قاچاقو له وضعیت څخه هراړخیزه مطالعه ولري.

د دغو فعالیتونو تر څنګ، د پوهاوي ورکولو د برنامو جوړول، د انسان د قاچاقو سره د مبارزې د زده کړه ییزو لارښود برابرول، د انسان د قاچاقو د قربانیانو د رجعت ورکولو د ملي میکانیزم برابرول، د انسان د قاچاقو او د مهاجرانو د قاچاقو د وضعیت په باره کې بشپړه څېړنه او د انسان د قاچاقو او د مهاجرانو د قاچاقو د ملي عمل د پلان بیا کتنه د هغو مهمو کارونو له جملې څخه دي چې د کمېسیون په تیر کال کې تر سره کړي دي.

دغه راز کمېسيون په تیر کال کې له دغې پدیدې سره په مبارزه کې د همغږۍ د رامنځته کولو په منظور د انسان له قاچاقو او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې د کمېسیون د تخنیکي کميټې ۱۱ غونډې او د ولایتي کمېسیونونو ۲۴ غونډې جوړې کړې دي.

دغه راز، په تیر کال کې د افغانستان د دولت له لوري د انسان له قاچاقو او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې په منظور د سیمه ییزو همکاریو په تیره بیا د ګاوندیو هېوادونو په همکارۍ د رامنځته کولو او پراختیا په باره کې (د انسان د قاچاقو په هکله د پاتې پروسې د وزیرانو) په کنفرانس کې ټینګار شوې دې.

 زموږ په باور، جګړه، بیوزلي، وزګارتیا، د انسان د قاچاقو او د غیر قانوني مهاجرتونو په زیانونو د خلکو د پوهاوي د کچې ټیټوالی له سیاحتي شرکتونو څخه د دایمي مراقبت او کنترول نشته والی او د عالي کمېسیون لپاره د کافي بودیجې د سرچینو نشته والی د دې سبب کېږي چې د انسان د قاچاقو او د غیر قانوني مهاجرتونو موضوع تل د افغانستان د دولت لپاره یو جدي ګواښ په توګه پاتې شي. د انسان له قاچاقو او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې عالي کمېسیون له دغې پدیدې سره د مبارزې په اهمیت او اړتیا په پوهېدو سره، د سیمي له هېوادونو او له نړېوالې ټولنې څخه غواړي چې په دې برخه کې د افغانستان له دولت سره همکاري وکړي.

د عدليې وزارت او د عالي کمېسیون غړې ادارې، یوځل بیا د انسان له قاچاقو او له مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې لپاره خپله جدي ژمنه د افغانستان خلکو او نړېوالې ټولنې ته اعلاموي.

 

 

 

   

 

 

 

  

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۲:۴۱
Background image

د سمنګان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

د سمنګان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ  د سمنګان ولایت د عدليې رئیس قاري فراح الدین محمدي په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارمندانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۱:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت نظارت لاندې د «خیریه بنسټونو د اتحادیې» مدیره هیئت ټاکلو په منظور ناسته جوړیدل

د خیریه بنسټونو د اتحادیې د رئیس او مدیره هیئت د تعیین په منظور د یادې اتحادیې د ټاکنو پروسه د یوې ناستې په ترڅ کې د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست تر نظارت لاندې په کابل «د یولرنا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۳:۳
Background image

د میدان وردک په چک ولسوالۍ کې د خپل سرو تصرفاتو مخنیوی وشو

د ميدان وردګو ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د روژې د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت چک ولسوالۍ ته ولاړ او د یادي ولسوالۍ له ولسوال، امنيه قوماندان او نورو. . .

BACK TO NEWS