په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځيو له ۵ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۵۰
.

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د صفر‌المظفر د مياشتې په ۸مه نېټه د شنبې په ورځ، د دغه ولایت د غني خيلو ولسوالۍ اړوند په مارکو بازار کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځيو له ۵ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
مؤظف نظارتي پلاوي د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.
پلاوي د یاد نظارت په ترڅ کې د دغو دفترونو یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او د هغو متصديانو ته یې د موجودو نيمګړتياوو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وکړې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۴۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له يو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د دو‌شنبې په ورځ د هرات ښار په اتمه ناحيه کې  د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.

په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۲۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د مرکز، جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې له ۲۵ دارالوکالو څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېرغوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د کونړ ولایت د عدلیې رياست د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۱۱ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست. . .

BACK TO NEWS