په کنړ ولایت کې څه باندې د ۹ جریبه امارتي غصب شوې ځمکې تثبیت او تشخیص

hakeem_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱ - ۱۴:۱۰
.

د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الاول میاشتې په ۶ نېټې د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

دغه راز له تخنیکي هیئت څخه یو ټیم لچیلګلي کلي ته ولاړ او د کادستري ټوټو پر ۹.۱۵ جریبه ځمکې باندې ودان شوي کورونه او کرنیزې غصب شوې ځمکې چې د ۱۵ تنو غاصبینو له خوا ودان شوي وو له نږدې ولیدلې او بررسي کړې.

یاد هیئت د دغې ځمکې مساحت، کروکي، ډول، بیه او اربعه حدود تشخیص او تفکیک کړل او د هغې د غاصبینو شهرت یې په جدول کې درج کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS