په کندز ولایت کې د ۶ جریبه امارتي ځمکې استرداد

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۳:۵۴
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الاول د میاشتې په ۶ نېټې د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په یاده ناسته کې، د خان آباد ولسوالۍ د قرغز ساحې د ۶ جریبه ځمکې دوسیه بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او د یادې ځمکې متصرف د هغې په امارتي توب اعتراف وکړ. یاده شوې ځمکه د هغې د متصرف د لیکل شوي اقرار لیک له اخیستو وروسته استرداد شوه او د هغې له غیرشرعي ذوالید سره د یو کال مودې لپاره د اجارې ورکونې د پړاوونو تېرولو لارښوونه صادر شوه.

په دغې ناسته کې د کندز ولایت په کچه د څړځای د تعیین په اړه هم بحث وشو او د یاد ولایت د مالدارانو له استازو سره هم په دې هکله بحث او دنظرونو تبادله ترسره شوه.

یاد هیئت د کندز ولایت د ښاري ماسټر پلان د تطبیق ساحې د لومړنیو څېړنو له کاري بهیر څخه هم لیدنه وکړه او د بررسۍ پلاوي کار یې له نږدې وڅاره او د اجراآتو لاښه والي په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS