په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۱:۴۳
.

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع‌الاول د مياشتې په ۲۳مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېيمې او څلورمې ناحيو کې د معاملاتو لارښوونې  له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
مؤظف نظارتي پلاوي د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.
پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او د یادو ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.
د یادونې ده چې د ننګرهار عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر، د کمېسیون رئیس او  د اراضۍ او د امارتي ځمکو د استرداد وزارت وارسي کوونکی محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

د غزني ولایت د صرافانو اتحادیې نوی رئیس معرفي شو

 د غزني ولایت د صرافانو اتحادیې لپاره نوی رئیس د صرافانو او د عدلیې وزارت د مسؤولینو په ګډون، د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت د صرافانو لخوا تعیین او معرفي شو.
په دې غوڼده کې د عدلیې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۵۶
Background image

په پکتيکا ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېرغوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د پکتيکا ولایت د عدلیې رياست د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۲۰ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست. . .

BACK TO NEWS