په سمنګان ولایت کې څه باندې د ۱۳۵ جریبه امارتي ځمکې تثبیت

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۲:۳۱

د سمنګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته، د ربیع الاول د میاشتې په ۲۶ نېټې د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په دغې ناسته کې، د یاد ولایت د روی دوآب ولسوالۍ د قرینک کلي او روی کلي د ځمکې دوسیه بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او په پایله کې ۱۳۵.۲۶۴ جریبه امارتي ځمکه تثبیت شوه او له دغې جملې څخه د هغې ۲۸۸ متر مربع چې د مخابراتي شبکې د آنتن د دوو پایو ساحه ده، استرداد شوه.

دغه هیئت د یاد ولایت د خلم ولسوالۍ د جوی نوکر اریغ او د کل اریغ د ساحې د ۱۷۰۰۰ جریبه ځمکې دوسیه هم بررسۍ لاندې ونیوله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شوو

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS