په تېرې یوې میاشت کې څه باندې د ۳۰ زره او ۳۰۰ جریبه امارتي ځمکې استرداد

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۵:۳۲

د هیواد د ۱۴ ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د صفرالمظفر د میاشتې په اوږدو کې ۳۰ زره او ۳۱۱.۹۵۵  جریبه امارتي ځمکه له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته، استرداد کړه او هغه یې اړوندو ادارو ته تسلیم کړې.

دغه راز د ځمکو د غصب د مخنیوی تخنیکي هیئتونو د یادې میاشتې په اوږدو کې ۱۹۵ زره او ۵۵۱.۱۴ جریبه امارتي ځمکه د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې تثبیت کړه او ۲۲۵ زره او ۱۷۳.۴۰۵جریبه نوره ځمکه یې هم بررسۍ لاندې نیولې ده.

د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې تر ټولو زیاتې استرداد شوې ځمکې په کندهار، کاپیسا، فراه او کندز ولایتونو کې موقعیت لري.

د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او په زرګونو جریبو د غصب شویو امارتي ځمکو دوسیې، د ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو تر بررسۍ لاندې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۲:۳
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په لومړۍ ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۵۶
Background image

په پکتیا ولایت کې د ۸ دارالوکالو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، ګردېز ښار کې له ۸ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په هرات ولایت له ۴ مارکېټونه څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د هرات ښار په دیارلسمه ناحيه کې له ۴ مارکېټونو څخه نظارت. . .

BACK TO NEWS