په بلخ ولایت کې د كابو ۱۶۰۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت او تشخيص

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۱:۲
.

د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د روژې د مياشتې په ۵ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د مرکز اړوند په دشت شور ساحه کې د څه باندې شپږ اتیا (۸۶) جریبه ځمکې او په شاديان دښته کې څوارلس سوه اووه اتیا (۱۴۸۷)جریبه ځمکو  دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په ترڅ کې یې یادې ساحې امارتي تثبیت او تشخیص شوې.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادو ځمکو دوسیې دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه، په دې ناسته کې د بلخ ولایت په بېلابېلو ساحو کې د غصب شویو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه يې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS