په بغلان ولایت که څه باندې ۱۲۰۰ جریبه ځمکې بررسي شوه

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۴:۵۱
.

 د بغلان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته د رجب‌المرجب د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه هيئت د سرپرست او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یو زرو دوه سوه پنځه ويشت (۱۲۲۵) جریبه ځمکې دوسیه تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوه.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه په دې ناسته کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۳۰
Background image

په کابل ښار کې له ۲۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د محرم د میاشتې په ۲۹مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ۲۰ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۱۸
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د میدان وردګ ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د صفر المظفر د مياشتې په ۳مه نېټه د ‌شنبې په ورځ په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۷
Background image

په بغلان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو له ۲۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د بغلان ولایت د عدليې ریاست مؤظف نظارتي پلاوي د صفر المظفر د مياشتې په ۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، پلخمري ښار کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو له ۲۶ دفترونو. . .

BACK TO NEWS