په بغلان ولایت که څه باندې ۱۲۰۰ جریبه ځمکې بررسي شوه
د بغلان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته د رجبالمرجب د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه هيئت د سرپرست او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یو زرو دوه سوه پنځه ويشت (۱۲۲۵) جریبه ځمکې دوسیه تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوه.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه په دې ناسته کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.
