په باميان ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۸:۴۳
.

د باميان زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د محرم‌الحرام د میاشتې په ۱۹مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۴ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.
پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د نیمګړتیاو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.
همدارنګه، د دغه نظارت په ترڅ کې نظارتي پلاوي د مدافع وکيلانو کاري ستونزې واورېدې او د حل په برخه کې یې هغوی ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۲:۳۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین او ورسره مل پلاوي د کندهار ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۱۸مه نېټه د ‌شنبې په ورځ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۵۳
Background image

د عدليې وزير د خصوصي روغتونونو له مسؤولينو او ډاکټرانو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدليې وزير، محترم شيخ الحديث مولوي عبدالحکيم شرعي د محرم په ۲۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ د خصوصي روغتونونو له یو شمېر مسؤولینو او ډاکټرانو سره وکتل او خبرې وکړې.

په دې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د ارزګان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۱۶مه نېټه د پنج شنبې په. . .

BACK TO NEWS