په ادارو کې د ملګرو ملتو د سازمان د کنوانسیونونو د سپارښتنو د تطبیق په باره کې پراته خنډونه وڅېړل شول

waheed
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۱ - ۱۵:۳۰
.

د عدليې وزارت په ادارو کې د ملګرو ملتو د سازمان د سپارښتنو د عمل د پلان د مسودې د وروستي کولو لپاره یوه غونډه جوړه کړه.

دغه غونډه د عدليې وزارت د بشر له حقوقو څخه د ملاتړ رئیس په مشرۍ او د وزارتونو او خپلواکو ادارو د استازو په ګډون جوړه شوه.

په دې غونډه کې د سپارښتنو د تطبیق د لارې پرسر د پراتو خنډونو او ننګونو د تشخیص او دغه راز د ملګرو ملتو د سازمان د بین المللي کنوانسیونونو د سپارښتنو په تطبیق کې چې افغانستان له هغو سره الحاق کړی دی د دولتي ادارو د لازیاتې همغږۍ او سمون په باره کې خبرې وشوې.

.

د عدليې وزارت د بشر له حقوقو څخه د ملاتړ رئیس په دې غونډه کې د هغو کنوانسیونونو د سپارښتنو د ټولګه چې افغانستان له هغو سره الحاق کړی دی غړو او استازو ته وړاندې کړه، او تر یوې بلې اوونې پورې په یادو ادارو کې د هغوې د تطبیق په مهالویش باندې يې ټینګار وکړ.    

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱ - ۱۷:۴
Background image

د 6 دولتي ادارو کارکوونکو لپاره  د تقنیني سندونو د تشریح برنامې دوه یم پړاو جوړ شو

د عدليې وزارت د ۶ وزارتونو او د دولتي ادارو د حقوقي برخو د کارکوونکو لپاره د تقنیني سندونو د تشریح زده کړه ییزې برنامې دوه یم پړاو جوړ کړ.

 دغه برنامه د روان کال د  تلې میاشتې په ۳۰ نې. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۸ - ۱۰:۳۴
Background image

د عدليې وزارت سرپرست په کابل کې د امریکا د سفیر له مرستیال سره خبرې وکړې

د عدليې وزارت سرپرست قضاوتپوه فضل احمد معنوي په کابل کې د امریکا د سفیر له مرستیال ښاغلي مک کري، د دې سفارت له عدلي_قضايې اتشه او د امریکا د متحده ایالاتو د بین المللي  پرمختیا او له. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۱۰:۱۸
Background image

د دولتي ادارو کارکوونکو ته د تقنیني سندونو د تشریح برنامه پیل شوه

د عدليې وزارت د قانون جوړونې او د علمي- حقوقي څېړنو د چارو انستیتیوت د وزارتونو او د دولتي ادارو د حقوقي برخو د کارکوونکو لپاره د تقنیني سندونو تشریح زده کړه ییزه برنامه پیل کړه. او د. . .

BACK TO NEWS