په ادارو کې د ملګرو ملتو د سازمان د کنوانسیونونو د سپارښتنو د تطبیق په باره کې پراته خنډونه وڅېړل شول
د عدليې وزارت په ادارو کې د ملګرو ملتو د سازمان د سپارښتنو د عمل د پلان د مسودې د وروستي کولو لپاره یوه غونډه جوړه کړه.
دغه غونډه د عدليې وزارت د بشر له حقوقو څخه د ملاتړ رئیس په مشرۍ او د وزارتونو او خپلواکو ادارو د استازو په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې د سپارښتنو د تطبیق د لارې پرسر د پراتو خنډونو او ننګونو د تشخیص او دغه راز د ملګرو ملتو د سازمان د بین المللي کنوانسیونونو د سپارښتنو په تطبیق کې چې افغانستان له هغو سره الحاق کړی دی د دولتي ادارو د لازیاتې همغږۍ او سمون په باره کې خبرې وشوې.
د عدليې وزارت د بشر له حقوقو څخه د ملاتړ رئیس په دې غونډه کې د هغو کنوانسیونونو د سپارښتنو د ټولګه چې افغانستان له هغو سره الحاق کړی دی غړو او استازو ته وړاندې کړه، او تر یوې بلې اوونې پورې په یادو ادارو کې د هغوې د تطبیق په مهالویش باندې يې ټینګار وکړ.