د کار موندنې خبرتیا

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۱۲:۱۰
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د ژمنو انساني ځواک او د عدليې وزارت د اړتیا وړ د جذب او استخدام  له پاره د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د بررسۍ او د ثبت بورد غړی (څلورم رتبه) دوه بسته د لس کاري ورځو له پاره ۱۴۰۲/۵/۱۶ تر ۱۴۰۲/۵/۲۶هـ . ل اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د بررسۍ او د ثبت بورد غړی

بست: (۴)

وزارت یا اداره: عدلیې وزارت

د پست موقعیت: کابل

اړونده برخه: د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د چارو ریاست

د بست شمېر: (۲) بسته

راپور ورکول: د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د بررسۍ او د ثبت د نظارت آمر

د دندې موخه: د اړوندو نافذ شویو اصولو، موخو، پالیسۍ، لایحو، کړنلارو او تقنیني سندونه په مطابقت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د سندونو بررسي او له پړاونو څخه تېرول.

د دندو صلاحیتونو او مسوولیتونه:

  • تخصصي دندې:
  1. د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د ثبت په منظور د اړوندو نافذ شویو تقنیني سندونو له حکمونو سره مطابقت او د ټولنو د رارسیدلو سندونو بررسي؛
  2. په اجراآتو کې د تکرار او تناقض د مخنیوي په منظور د ټولنو د غړو  د غړیتوب فورمو بررسي؛
  3. د تقنیني سندونو د حکمونو په مطابقت کې د هغو د شفافیت په منظور د ټولنو د مالي تمویل د څرنګوالي بررسي؛
  4. د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د سندونو بررسۍ په منظور د نظر څرګندول او د لازمو اجراآتو په موخه اداري مدیریت ته استول.
  5. د فعالیتونو او ستونزو او دغه راز د لازمو لارښوونو ترلاسه کولو په موخه د انسجام ریاست په غونډو کې ګډون؛
  • مدیریتي دندې:
  1. د ادارې ټاکل شویو موخو ترلاسه کولو له پاره؛ د ادارې له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان جوړول او ترتیب؛
  2. د اړوند ریاست د خبرولو په غرض د اړوندې برخې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ضرورت په مهال د میاشتني، ربعوار او کلنی راپور  وړاندې کول؛
  3. له قوانینو، مقررو او د ادارې د موخو مطابق د اړوندو مقاماتو له لورې د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛
  •     د همغږۍ دندې:
  1. د ورسپارل شویو چارو پرمخ وړلو په موخه له نورو اړوندو برخو سره همغږۍ او اړیکو تأمینول؛

د ګمارنې شرطونه (د تحصیل او کاري تجربې کچه):

دغه لایحه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قانون د ۸،۷ او ۳۴ موادو پام کې نیولو سره لږ  تر لږه په لاندنیو شرطونو او معیارونو سره ترتیب شوې ده:

تحصیلي څانګه: لږ تر لږه په اسلامیاتو، شرعیاتو، حقوقو، اداره او عامه پالیسي، ټولنیزو علوم، دولتی مدیریت، ارتباطات، د سوداګرۍ اداره، عمومي مدیریت او ادبیات څانګو کې د لیسانس تحصیلي سند درلودل پورته یادو شوو څانګو کې د لوړو درجو درلودونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

کاري تجربه: د دندې اړوند لږ تر لږه یو کال کاري تجربه درلودل.

لازم مهارتونه:

  • د هیواد په یوې رسمې ژبې (پښتو یا دري) تسلط او د انګلیسي ژبې (لکیل او تکلم) سره بلدتیا.

د دندې اړوند د کمپیوټري برنامو مهارتونو سره بلدتیا.په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم او د دندو لایحه له (دغه ځایاو یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies