د کارموندنې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست اړوند د پنځمې رتبې (د عامه حقوقي پوهاوي مبلغ) یو بست له ۱۴۰۴/۵/۶ تر ۱۴۰۴/۵/۱۶ هـ . ش چې له ۱۴۴۷/۲/۳ تر ۱۴۴۷/۲/۱۳ هـ . ق نېټې سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.
د دندې سرلیک: د عامه حقوقي پوهاوي مبلغ
بست: (۵)
وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت
اړونده څانګه: د حقوقي مرستو ریاست
د پست موقعیت: کابل
د پست شمېر: ۱
راپور ورکول: د عامه حقوقي پوهاوي آمر
د دندې موخه: د اسلامي شریعت د حکمونو په رڼا کې، د اصولو، موخو، پالیسۍ، لایحو، طرزالعملونو او له اړوندو نافذه تقنیني سندونو سره سم د عامه خلکو د حقوقو او مکلفیتونو په اړه د هغوی د ذهنونو روښانول.
صلاحیتونه او مسؤولیتونه:
اساسي دندې:
- د عامه حقوقي پوهاوي د برنامې د تطبیق په غرض له اړوندو مسؤولینو سره د اړیکو تأمین او د همغږۍ رامنځته کول؛
- د هېوادوالو د حقوقي پوهې د کچې لوړولو په موخه د پوهاوي ورکولو برنامه جوړول؛
- د عامه حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې د ترسره کولو په ځای کې د تبلیغاتي پاڼو ویشل او پوستر لګول؛
- د متقاضیانو د ستونزو د حل په موخه هغوی لپاره د حقوقي مشورو او لازمو لارښوونو وړاندې کول؛
- د خلکو د حقوقي معلوماتو زیاتوالي په موخه هغوی ته د عامه حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې او کمپاینونه په لار اچول؛
- له سیمه ییزو مسؤولینو څخه د برنامې د تطبیق تائید او تصدیق اخیستل او اړوند آمر ته د هغې راپور وړاندې کول؛
مدیریتي دندې:
- ټاکل شویو موخو ته درسیدو په موخه د ادارې له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار، کلني کاري پلان ترتیبول؛
- د ادارې د رهبرۍ د خبرولو په موخه د اړوندو فعالیتونو او لاسته راوړنو د میاشتني، ربعوار، کلني او د عندالضرورت راپور وړاندې کول؛
- د قوانینو، مقرراتو او د ادارې د موخو مطابق د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول چې د ذیصلاح مقاماتو له لورې ورکول کېږي؛
د همغږۍ دندې:
- د ورسپارل شویو چارو پرمخ وړلو په موخه له نورو اړوندو برخو سره د همغږۍ او اړیکو تأمین؛
د استخدام شرطونه:
- د افغانستان تابعیت ولري.
- عمر یې له (۱۸) کالو لږ او له (۶۴) زیات ونهاوسي.
تحصیلي سویه او څانګه:
- لږ تر لږه د شرعیاتو، حقوقو د لیسانس او په دې معادل د هېواد له داخل او بهر څخه د دیني مدرسو سند درلودل چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا تایید شوی اوسي، پورته څانګو کې لوړې تحصیلې درجې ته لومړیتوب ورکول کېږي.
کاري تجربه:
- اړتیا نهلري.
لازم مهارتونه:
- په یوې رسمي ملي ژبه (پښتو یا دري) تسلط.
- د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارت.
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته له (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره، تحصیلي سندونو او کاري تجربې) سره په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.