د کارموندنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو لپاره د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت لوړو موخو ته د رسیدلو، کار اهل د کار د سپارلو په موخه د عدلیې وزارت د اړتیا وړ د ژمن انساني ځواک د جذب او استخدام په منظور د خپرونو او عامه اړیکو ریاست اړوند (د وېب پاڼې متخصص) د څلورمې رتبې یو بست له ۱۴۰۳/۱۰/۳۰تر۱۴۰۳/۱۱/۱۰ هـ . ش مطابق ۱۴۴۶/۷/۱۸ تر ۱۴۴۶/۷/۲۸ هـ . ق نېټې پورې د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.
د دندې سرلیک: د وېب پاڼې متخصص
بست: (۴)
وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت
اړونده څانګه: د خپرونو او عامه اړیکو ریاست
د پست موقعیت: کابل
د پست شمېر: ۱
راپور ورکول: د عامه اړیکو آمر
د دندې موخه: د اصولو، موخو، پالیسۍ، لایحو، طرزالعملونو او له اړوندو نافذه تقنیني سندونو سره سم د وزارت د وېب پاڼې او ټولنیزو پاڼو ظاهري او منځپانګې ته د لاسرسۍ د وړتیا او نوي والي څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د هغو دوامداره بررسي.
دندې او مسؤولیتونه:
اساسي دندې:
- د وزارت د وېب پاڼې او ټولنیزو پاڼو د لاسرسۍ له وړتیا، د منځپانګي ښه والي او ظاهري بڼې ښه والي څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د هغو دوامداره بررسي؛
- له ذیربطو څانګو د وزارت په وېب پاڼه او ټولنیزو پاڼو کې د رسمي جریدو، سوداګریزو خبرتیاوو، عدالت مجلې او د خپرولو وړ نورو موضوعاتو سافټ او کاپي راټولول؛
- د ریاست او اړوندې څانګې په همغږۍ د وزارت د وېب پاڼې او ټولنیزو پاڼو د منځپانګې دوامداره توګه نوي کول؛
- د ساتنې په موخه د وزارت د وېب پاڼې او ټولنیزو پاڼو د منځپانګو آرشیف کول؛
مدیریتي دندې:
- د ادارې ټاکل شویو موخو ته درسیدو په موخه له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار، کلني کاري پلان ترتیبول؛
- د ذیصلاح مقاماتو د خبرولو په موخه، د اړوندو فعالیتونو او لاسته راوړنو د میاشتني، ربعوار، کلني او د عندالضرورت راپور وړاندې کول؛
- د تقنیني سندونو، لایحو، پالیسۍ او د ادارې د موخو مطابق د ذیصلاح مقاماتو له لورې د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛
د همغږۍ دندې:
- د ورسپارل شویو چارو پرمخ وړلو په موخه له نورو اړوندو برخو سره د همغږۍ او اړیکو تأمین؛
د استخدام شرطونه:
- د افغانستان تابعیت ولري.
- عمر یې له (۱۸) کالو لږ او له (۶۴) زیات ونهاوسي.
تحصیلي څانګه:
- لږ تر لږه د اسلامیاتو، شرعیاتو، حقوقو او کمپیوټرساینس په یوې څانګه کې د تحصیلي سند درلودل، په یادو څانګو کې لوړې تحصیلې درجو ته لومړیتوب ورکول کېږي
کاري تجربه:
- لږ تر لږه یو کال.
مهارت های لازم:
- د اړوندې څانګۍ د پالیسۍ د تطبیق وړتیا.
- په یوې رسمي ملي (پښتو یا دري) ژبه تسلط.
- د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارت.
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي او له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.