د کابل ښار د ۱۵ ناحیې په ریاست کې د حقوقي پوهاوي ورکوونې په اړه د همغږۍ د ناستې جوړیدل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۱۵:۲۵
.

د عدلیي وزارت د حقوقي مرستو رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شوال میاشت په ۲۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د کابل ښار د پنځلسمې ناحيې له ریاست سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه. په دغې ناسته کې د پنځلسمې ناحيې د رئیس سربېره، مرستیالانو او د دغې ناحیې د ګذر وکیلانو هم برخه اخیستې وه.

په دغې ناسته کې، د عدليې وزارت د حقوقي مرستو رئیس د حقوقي مرستو او حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامې او د ټولنۍ د ننګونو د هوارولو په برخه کې د هغې د اهمیت په اړه خبرې وکړې، ویې ویل چې زموږ خلک ضعیف او بې وزله دي او باید له هغوی سره همکاري او مرستې وشي. هغه وویل چې دغه موضوع په اسلامي ټولنه د حاکم نظام او ادارو د مکلفیتونو له جملې څخه ده.

نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت د عدلیې وزارت مصمم دی ترڅو د حقوقي مرستو او د حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامې له لارې د هېواد په کچه ګرانو خلکو ته غوره حقوقي خدمتونه عرضه کړي او په همدې منظور یې له بېلابېلو ادارو سره غونډې جوړې کړي او د دغو برنامو د تطبیق د څنګه والي او عامو خلکو ته ګذر د وکیلانو له لاري د پیغامونو رسولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله صورت مومي.

د یادې ناستې ګډونکوونکو، دغه راز برنامې جوړیدل وستایل او هغه یې خلکو ته ستره معنوي مرسته وبلله.

په پای کې د هغوی پوښتنو او وړاندیزونو ته د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو د رئیس لخوا ځواب وړاندې شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۴۸
Background image

په لوګر ولایت کې پر امارتي ځمکه باندې د نويو تصرفاتو مخنيوی وشو

 د لوګر ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۱مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د غصب شويو ځمکو د تشخیص لپاره د یاد ولایت د مرکز ویدخ سیمې ته سفر وکړ.
د دې سفر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د باميان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د باميان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۱ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت د عدلیې رئیس مولوي عبدالمالک مبرور په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۹:۴۷
Background image

په بلخ ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د شمال زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۱ مه نېټه د ‌چهارشنبې په ورځ د بلخ ولایت په مرکز، مزار شريف ښار کې له ۱۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو. . .

BACK TO NEWS