د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۰:۲۴
.

 د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه، د روژې د مياشتې په ۱۹ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دارالترجمو اړوند د روسي او انګلیسي ژبو ژباړې د فعاليت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو برنامه د دغه وزارت په مقر کې جوړه کړه.
په دې برنامه کې چې، د عدليې وزارت  د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق او د کارکوونکو د چارو رياست مسؤولینو د ازموینې له بهیر څخه څارنه کوله د ژباړې د فعالیت د جواز ۶ تنو غوښتونکو ګډون درلود.
د عدلیې وزارت د دارالترجمو اړوند ژباړونکو ته د فعالیت جواز د ویشلو په موخه، په منظم ډول له هغوی څخه ازموینه اخلي ترڅو وړ او با استعداده کسانو ته په اصولي او شفاف ډول جواز وویشل شي او د خلکو په کارونو کې هم آسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۱۳
Background image

د عدلیې وزیر د احتکار پر مخنیوي او د کورونو د کرايې د لوړېدو پر مخنیوي ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د روژې د میاشتې په ۱۶مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سوداګرو او د معاملاتو لارښوونو د اتحادیو له مسؤولینو سره په یوې ناسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

په نيمروز ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د ۲۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS