د پروان ولایت د لسګونو عریضه لیکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۷ - ۱۱:۱۴
.

د پروان ولایت د عدلیې رئیس مولوي عبدالقدیر عابد او له هغه سره مل پلاوي د ربیع الثاني د میاشتې په ۲ نېټې د سه شنبې په ورځ د دغه ولایت د یو شمېر عریضه لیکونکو له فعالیت څخه لیدنه او نظارت ترسره کړ.

په  دغې بررسۍ کې د یاد ولایت د ۳۰ تنو عریضه لیکونکو د فعالیت له څرنګوالي څخه بررسي او نظارت ترسره شو او هغوی ته توصیه وشوه چې له خلکو سره ښه چلند ولري او د زیاتو پیسو له اخیستلو څخه ډډه وکړي او دغه راز هغوی ته له رسمي عریضو څخه د استفادې او دعریضې لیکلو د ډول او د نورو مواردو په اړه لازمې لارښوونې وشوې.

د پروان ولایت عدلیې ریاست د یاد ولایت د عریضه لیکونکو ستونزو ته د رسیدګۍ او د غیرقانوني فعالیت د مخنیوي په منظور په دغه ولایت کې وخت په وخت د عریضه لیکونکو د فعالیت له څرنګوالي څخه لیدنه او نظارت کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS