د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۴:۳۴
.

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د شعبان د مياشتې په ۹ مه نېټه د ‌شنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د ننګرهار ولایت د عدلیې رئیس کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندي کولو، په جماعت سره د لمانځه د ادا کولو، په سنتو خپل صورت او سيرت برابرولو، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۱۳
Background image

د یوې میاشتې په اوږدو کې د عدلیې وزارت لخوا د ۷۱۶۹ رسمي سندونو د ژباړې تصدیق

 د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي ریاست د تقنیني سندونو د ژباړې او رسمي سندونو د تصدیق ریاست د روان کال د زمري (اسد) میاشتې په ترڅ کې د ۷۱۶۹ رسمي سندونو ژباړې یې تصدیق کړي دي.
له دغو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۳:۵۴
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۴۱ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال په اسد (زمري) میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۳۲۶ دفترونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۳:۴۲
Background image

د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
دغه نظارت او بررسي د ربیع‌الاول د. . .

BACK TO NEWS