د ملکي او نظامي ادارو د فعالیتونو د بیالیدنې او اصلاح کمېټې د پکتیا له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۳:۳۰
.

د ملکي او نظامي ادارو د فعالیتونو او کړنو د بیالیدنې او اصلاح کمېټې د رجب المرجب د میاشتې په ۱۰ نېټه د دوشنبې په ورځ د پکتیا ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه او د یوې ناستې په ترڅ کې یې د یاد ریاست له مسؤولینو او کارمندانو سره خبرې وکړې.

په دې ناسته کې د پکتیا د عدلیې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د یادې کمېټې غړو ته، د یاد ریاست د لاسته راړونو او د ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل.

وروسته د یادې کمېټې مسؤولینو د اصولو او قوانینو د رعایتولو، د وخت د مدیرت، په ادارو کې اسلامي اصولو ته د ژمنتیا او له مراجعینو سره د ښه چلند په اړه خبرې وکړې او په دې هکله یې لازمې توصیې وکړې.

دغه راز په یاده ناسته کې د عدلیې ریاست له مدیریتونو څخه د نظارت لپاره یو ګډ ټیم تعیین شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS