د ملي وحدت حکومت په څلور کلنې دوره کې له ٢٠٠ ډېر شکایتونه په عدلیې وزارت کې ثبت شوي دي

waheed
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۰ - ۹:۲۱
د ملي وحدت حکومت په څلور کلنې دوره کې له ٢٠٠ ډېر شکایتونه په عدلیې وزارت کې ثبت شوي دي

د ملي وحدت حکومت په دوران کې د عدلیې وزارت د فعالیتونو د ارزونې کنفرانس د یاد وزارت د ویاند امان ریاضت او د پروان ولایت د عدلیې رییس په شتون پرون د پروان ولایت د پوهنتون د مولاناجلاالدین محمد بلخي په تحقیقاتي مرکز کې پیل شو. په دې کنفرانس کې د پروان ولایت د پوهنتون د استادانو او ١٥٠محصلینو په ځانګړې توګه د حقوقو اوشرعیاتو د پوهنځیو محصلینو ګډون کړی و. امان ریاضت د یاد پوهنتون له علمي مرستیال سید مبین هاشمي او هغو چارواکو نه مننه وکړه چې د دغه کنفرانس په جوړېدو کې برخه اخیستې وه. ښاغلي ریاضت د عدلیې وزارت پر مسوولیتونو۔ دندو ۔ کاري میکانیزم او فعالیتونو په هکله خبرې وکړې۔زیاته یی کړه: ۔ دا ډېره اړینه ده چې هېوادوال، په تېره لوستي کسان د دولتي ادارو د دندو او فعالیتونو په هکله کره معلومات ولري څو وشي کولای چې د دقیقو معلوماتو په درلودلو سره د دغو ادارو فعالیتونه نقد کړي

ښاغلي ریاضت زیاته کړه، د ملي وحدت حکومت په دوران کې د عدلیې وزارت فعالیتونه د قانون جوړونې په برخه کې کم ساري دي.

نوموړي زیاده کړه: عدليې وزارت په دغه موده کې ۴۱۶ تقنيني سندونه تدقیق او طی مراحل کړل؛ هغه قوانین چې د دولت او ټولنې له مهمو ضرورتونو څخه شمېرل کېږي. د دې ترڅنګ، د هېوادوالو ۲۰۰ حقوقي عریضې مو ثبت کړي او ټولو ته رسېدګي شوې ده. يوازې په ۱۳۹۷ لمریز کال د ۴۵ زره جریبه دولتي ځمکو د غصب څخه مخنيوي مو کړی دی. همدا ډول تر دې دمه ۷۲ سیاسي ګوندونه او بنسټونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي. ۳ زرو ټولنيزو بنسټونو ته د فعاليت جواز ورکړي دي.

د عدليې وزارت وياند د قانون جوړونې پړاوونه تشریح کړل او ویې ویل: ښه به وي چې سياسي ګوندونه او ټولنيزو بنسټوڼه منسجم شي او د ډموکراسۍ د پياوړتيا, د ګډ کار په دودولو او منظم کولو، د سیاسي کدرونو د تولید، د عامه پوهاوي په ورکولو، د ټولنیزو او سیاسي ستونزو په حلولو کې فعاله ونډه واخلي. په ورته وخت کې، د پروان پوهنتون علمي مرستيال سيد مبين هاشمي د دغه پوهنتون د فعاليتونو په اړه خبرې وکړې او د قانون جوړونې په هکله د معلوماتو د ترلاسه کولو، د قانون جوړونې د بهير، حقوقي شخړو د حلولو او نورو موضوګانو په هکله محصلینو ته معلومات ورکړل. همدا رنګه، د پروان ولایت د عدليې رييس محمد عمر عمرزاده په پروان ولایت کې د دغې ادارې د فعاليتونو په اړه خبرې وکړې او زياته یې کړه، دوی چمتو دي چې د حقوقو او شرعياتو د محصلينو د وړتیاوو د پياوړتيا لپاره زمینه مساعده کړي او حاضر دی چې د تجربو د لاسته راوړنو لپاره د پروان له پوهنتون سره تفام لیک هم لاسلیک کړي. په دغه کنفرانس کې محصلینو خپلې پوښتنې، غوښتنې او وړانديزونه هم مطرح کړل چې ټولو ته ځوابونه وویل شول. د یادونې وړ ده چې د عدلیې وزارت خلکو ته عامه پوهاوی او د اطلاعاتو روسونه خپله دنده او مسولیت وګڼلو او دایې د هېوادوالو په ځانګړې توګه د محصلینو د لا پوهاوي او د رغنده نیوکو لپاره مناسبه زمینه یاده کړه.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۴۷
Background image

د عدلیې وزارت او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون لاسته راوړنې «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» په برنامه کې وړاندې شوې

 په تېر ۱۴۴۷ هجري قمرې کال کې د عدلیې وزارت تر ټولو مهمه لاسته راوړنې د قانون‌جوړونې، له عامه شتمنیو څخه دفاع، دفاع وکالت او د وړیا حقوقي مرستو په برخو کې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۵۵
Background image

د عدلیې وزارت د وسایطو د ترمیم‌ځای د جوړولو کار د بشپړېدو په حال کې دی

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دغه وزارت په انګړ کې د نقلیه وسایطو یو باب ورکشاپ او ترمیم‌ځای جوړ کړی چې د جوړېدو کاري چارې یې د بشپړېدو په حال کې دي.
دا ورکشاپ د عدلیې وزارت د نقلیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۷
Background image

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو سره وکتل

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د صفر المظفر د میاشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په خپل کاري دفتر کې د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر. . .

BACK TO NEWS