د محکمو د وروسنیتو پریکړو په تطبیق او د قضیو د سیستم په پیاوړتیا کې دې جدي پاملرنه وشي.

امان الله احمدزی چې د جمهوري ریاست د حکم پربنسټ د عدليې وزارت د حقوقو د لوی رئیس په توګه ټاکل شوی دی، د دې وزارت د ټولنیزو چارو د معینې له لوري اړوندو کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.
د عدليې وزارت د ټولنیزو چارو معینې ډاکترې زکيې عادلي د حقوقو ادارې د رئیسانو او کارکوونکو ته ښاغلي احمد زي د ورپېژندنې په وخت کې هغه ته د مبارکۍ په ترڅ کې، د حقوقو لوی ریاست د عدليې وزارت له کلیدي برخو څخه وباله.
هغې د حقوقو د لوی ریاست د پخواني سرپرست له کړنو څخه د قدردانۍ په څرګندولو سره د دې ریاست له نوي رئیس څخه وغوښتل چې ترڅو د دې ریاست او د کابل د حقوقو ریاست او د ولایتونود حقوقو د آمریتونو ترمنځ د زیاتې همغږۍ او اړیکو، د محکمو د وروستنیو پریکړو د تطبیق، د قضیو د ثبت د سیستم د پیاوړتیا او د دې ریاست له اړتیا سره سم د تشکیلاتو په بیا کتنه کې، جدي پاملرنه وکړي.

مېرمن عادلي د حقوقو له لوی رئیس څخه د عدليې وزارت د مقاماتو او رئیسانو له ملاتړ څخه ډاډ ورکړ او خلکو ته د خدمت په لاره کې يې د هغه د زیاتو بریالیتوبونو هیله وکړه.
له بلې خوا هم امان الله احمدزي د ځان په نسبت د عدلي وزارت د محترم مقام له اعتماد څخه مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د دې ریاست د ستونزو د حل کولو په برخه کې به هيڅ راز هڅه او هاند ونه سپموي.
ښاغلي احمدزي د حقوقو د ماسترۍ خپل سند د دیموکراتیکي حکومتوالۍ او د قانون د واکمنۍ په څانګه کې د امریکا د شمالي اوهایو له پوهنتون څخه ترلاسه کړی دی.