د عدلیې وزارت مسلکي معين د زابل ولایت له والي سره وکتل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۹:۲۱
.

د عدلیې وزارت د مسلکي معين، محترم شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ ولایتونو ته د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، یاد پلاوي د ربیع‌الاول د میاشتې په نهه ویشتمه نېټه، زابل ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له سیمه ییزو مسؤولینو سره یې وکتل.

یاد پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د زابل له والي سره وکتل او د یاد ولایت د عدلیې له ریاست سره یې د ولایت د مقام او نورو سیمه ییزو ادارو پر همکارۍ ټینګار وکړ.

د عدلیې وزارت یاد پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د زابل ولایت له عدلیې ریاست څخه هم لیدنه وکړه او خلکو ته، د یاد رياست د خدمتونو وړاندې کول یې هم له نږدې بررسي کړل.

دغه راز د عدلیې وزارت مسلکي معین او له هغه سره مل پلاوي د زابل ولایت، عدلیې ریاست له کارمندانو او مسؤولینو سره په کتنه کې، هغوی ته د چارو ښه پرمخ وړلو او خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې توصیه وکړه او په دې هکله یې لازمې لارښوونې وکړې.

پلاوي د زابل ولایت د عدلیې ریاست د کارمندانو د فعالیت د څرنګوالي په بررسۍ سره، د کاري نیمګړتیاو لرې کولو په برخه کې هم هغوی ته لازمې توصیې وکړې

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۵۲
Background image

په سمنګان ولایت کې د څه باندې ۲۲ جریبه امارتي ځمکې تشخيص کېدل

 د سمنګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذی‌الحجې د مياشتې په ۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذی‌الحجې د مياشتې په ۵ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۲۱
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې ۶۰۰ جریبه امارتي ځمکه تشخيص

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذی‌الحجې د مياشتې په ۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د البرز ولسوالۍ. . .

BACK TO NEWS