د عدلیې وزارت له مسلکي معین سره د مخه ښې مراسم

waheed
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۳ - ۲۱:۲
.

د عدلیې وزارت له مسلکي معین محمد قاسم حلیمي سره د مخه ښې مراسم چې نوی د جمهور رئیس د حکم په ترڅ کې د حج او اوقافو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه ټاکل شوی دی ، د عدلیې د وزیر داکتر عبدالبصیر (انور) ، اداري معین سید محمد هاشمي ، د ټولنیزو چارو د معینې داکترې ذکې عادلي ، ښاغلي حلیمي او د عدليې وزارت د مرکزي رئیسانو په شتون پر ځای شول په دغه مراسمو کې د هیواد د عدليې وزیر د تقنین ، د دولت د قضایاوو ، حقوقي موضوعګانو ته د رسیدګۍ او د حقوقي مساعدتونو په برخه کې د هغه په کاري دوره کې د عدلیې وزارت د مسلکي معین له کړنو څخه قدر داني وکړه او هغه ته یې د بریاليتوب هیله وکړه

.

د عدليې وزیر، د ارشاد، حج او اوقافو د وزیر په توګه د محترم محمد قاسم حلیمي د هېواد د عالمانو د سمون او په هېواد کې د عادلانه سولې په بهیر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت دولت له ورا دریځ څخه د هغوې د ملاتړ په لاره کې مهم اغیزمن وباله. هغه هیله سرګنده کړه چې محترم حلیمي په دې مهم مسؤلیت کې بریالی شي

.

دغه راز د عدليې وزارت مالي او اداري چارو معین محترم سید محمد هاشمي او د ټولنیزو چارو معینې محترمې ډاکترې ذکيې عادلي هم په وارسره د دې وزارت د مسلکي چارو د معین په توګه د محترم محمد قاسم حلیمي کړنې وستایلې او د ارشاد، حج او اوقافو په وزارت کې يې د هغه راتلونکی مسؤلیت مهم او حساس وباله. هغوې زیاته کړه چې د عدليې وزارت درې واړو معینیتونو په خپله کچه کې په وزارت پورې اړوندو چارو په پرمخ وړلو کې یوبل سره نږدې همغږي لرله

.

محمد قاسم (حلیمي) هم وویل چې د عدلیې په وزارت کې یې له مسؤولیت څخه ډکه کاري دوره پای ته رسولې ده او د عدلیې وزارت له وزیر او معینانو څخه یې مننه وکړه په نننیو مراسمو کې د عدلیې وزارت د دولت د قضایاوو لوی رئیس ذبیح الله (کلیم) چې په دې روستیو وختو کې په بل مقام کې منصوب شوی دی هم د دې وزارت له مقاماتو سره مخه ښه وکړه .

د عدليې وزارت مشرتوب په پای کې یوځل بیا په مهمو حکومتي سمتونو کې د خپلو دوو ښو همکارانو ګمارنه اغیزمنه بولي او د لوی خدای (ج) له دربار څخه د اړوندو چارو په پرمخ وړلو هغوې ته د بریالیتوب هیله کوي

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۵۲
Background image

په سمنګان ولایت کې د څه باندې ۲۲ جریبه امارتي ځمکې تشخيص کېدل

 د سمنګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذی‌الحجې د مياشتې په ۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذی‌الحجې د مياشتې په ۵ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۲۱
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې ۶۰۰ جریبه امارتي ځمکه تشخيص

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذی‌الحجې د مياشتې په ۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د البرز ولسوالۍ. . .

BACK TO NEWS