د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو د اداري ناستې جوړیدل

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۳ - ۱۵:۱۱
.

د اسلامي امارت عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو اداري ناسته، د ربیع الثاني د میاشتې په ۱۰ نېټې د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د یاد وزارت د مرکزي رئیسانو او نور مسؤلینو په ګډون جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د عدلیې وزارت د قانون جوړونې او علمي حقوقي څېړنو د چارو د انسیتوت د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق ریاست کړنلاره په ماده ییز بڼې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او ګډون کونکو خپل نظریات او اصلاحي وړاندیزونه مطرح کړل.

په پایله کې د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق ریاست کړنلاره د یو لړ نظریاتو  او اصلاحي وړاندیزونو په وړاندې کیدلو سره د تائید وړ وګرځېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS