د عدليې وزیر په کابل کې د هالند له سفیرې سره وکتل

د هېواد د عدليې وزیر قضاوتپوه فضل احمد معنوي د سه شنبې د لیندۍ د میاشتې په ۱۱ نېټه په کابل کې د هالند د شاهي له سفیرې مېرمن ویګرس ګاسیلیا تیودورا ماریا سره په خپل کاري دفتر کې کتنه او خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې دواړو لورو د سولې په خبرو اترو کې د جګړې د قربانیانو حقوقو په کتو، د قضیو له پړاوونو څخه تېرولو کې د بشري حقوقو د مواردو په پام کې نیول، د رسمي او غیر رسمي د عدالت په حقوقي کانالونو څخه د هېوادوالو د حقوقو د تأمین او د افغانستان قوانینو او د بین المللي قوانینو د همغږۍ په اړه خبرې وکړې.
په کابل کې د هالند سفیرې په افغانستان کې د جګړې قربانیانو ته عدالت د پلي کولو او رسیدګۍ باندې ټینګار وکړ او ويې ویل چې نباید د جګړې د قربانیانو حقوق د سولې په خبرو اترو له میز څخه لرې شي. هغې همدا راز د قوانینو د پلي کولو په برخه کې او د بشري حقوقو پرمنځ همغږي مهمه وبلله.
په دې کتنه کې د هېواد د عدليې وزیر فضل احمد معنوي د قربانیانو لپاره د عدالت د پلي کولو پر اړتیا باندې ټینګار وکړ او د عدلي او بشري حقوقو د بنسټونو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو لپاره له خپلو هڅو څخه ډاډ ورکړ.