د عدليې وزیر: عمومي وضعیت به ډیر ژر بدلون مومي او اوسنی وضعیت باید خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې د غفلت لامل نه شي
د هېواد د عدليې وزیر قانونپوه فضل احمد معنوي د دې وزارت د رهبرۍ شوری په ناسته کې خلکو ته د خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې عمومي وضعیت باید د غفلت لامل نه شي.
د عدليې وزارت د رهبرۍ شوری ناسته د دوشنبې ورځې د زمري ۱۸ مه نېټه د عدليې وزیر په مشرۍ او د دغه وزارت د معینانو او مرکزي رئیسانو په ګډون جوړه شوه. په دغه ناسته کې خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو، د معاملو د لارښوونې د جوړولو لپاره د نغدي تضمین تعویض، د پروسو او اجراآُتو پر برېښنايي کولو یې خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې د عدلیې وزیر ښاغلي فضل احمد معنوي وویل چې وضعیت به ډیر ژر بدلون مومي او اړوندو برخو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه ترڅو خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په لاره کې په عادي ډول خپل پلالونونه تطبیق کړي.
هغه د معاملاتو د لارښوونو د تمدید لپاره د نغدي تضمین تعویض او نورو تضمینونو په اړه وویل چې په دې لاره کې باید قانوني ګامونه پورته شي او که چېرې دغه بهیر ستونزه ولري، د معاملو د لارښوونو له استازو او اړوندې اتحاديې سره د قانون د تعدیل بحث مطرح شي.
د عدليې وزیر په دې وزارت کې د پروسو پر برېښنايې کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې جمهوري ریاست فرمان ته په کتو سره د جواز پروسې د ساده کولو او اجرا کولو په برخه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د «واحد چتر» له لارې هم ګامونه پورته شي.
ناسته کې د نا امنو ولایتونو د ولایتي کارکوونکو د برخلیک په اړه هم خبرې وشوې او دې ته په کتو سره چې دا یو عمومي موضوع ده، پرېکړه وشوه چې یوه مسوده جوړه شي او کابېنې ته وړاندې شي.