د عدليې وزیر د هېواد د رسنیو له یو شمېر مسؤلانو سره وکتل

waheed
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۰ - ۱۵:۱۷
.

د عدليې وزیر قضاوتپوه فضل احمد معنوي د هېواد د رسنیو له یو شمېر مسؤلانو سره کتنه وکړه او له هغوی سره د قانون د واکمنۍ د پیاوړتیا او د هېوادوالو د پوهاوي په لاره کې د رسنیو او حکومت ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ د اړتیا په اړه خبرې اترې وکړې.

د عدليې وزیر په دې کتنه کې چې د چهارشنبې په ورځې د مرغومي په ۱۰ نېټه تر سره شوه د روڼتیا د تأمین او ځواب ورکونې په موخه د حکومت د فعالیتونو د پوښښ لپاره د رسنیو له کړنو څخه مننه وکړه.

هغه د قانون جوړونې، محکمو پر وړاندې له دولتي شتمنیو څخه د دفاع، د سیاسي ګوندونو د ثبت او بررسي، د ټولنیزو بنسټونو او د معاملو د لارښوونو، د انسان له قاچاق او د مهاجرانو له قاچاق سره د مبارزې او د حقوقي پوهاوي ورکولو په برخو کې د عدليې وزارت د برنامو په لاره کې شته ننګونو ته په اشارې سره په دې برخو کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو او د عدالت د تأمین په منظور خپله اراده او برنامې څرګندې کړې.

.

ښاغلي معنوي وویل چې مونږ اطلاعاتو ته د لاسرسي حق ته په درناوي سره، ټولو دغو برخو ته ځواب ویونکي یو او اړتیا ده چې رسنۍ، بنسټونه ځواب ویلو ته مکلف کړي. هغه همداراز له رسنیو څخه غوښتنه وکړه ترڅو خپل اصلاحي نظرونه له دې وزارت سره شریک کړي او په دې وزارت کې له اصلاحاتو څخه ملاتړ وکړي.

د عدليې وزیر زیاته کړه که څه هم امنیتي مسایل د هېواد یو له جدي اندیښنو او له لومړیتوبونو څخه دي خو هیله کېږي ترڅو رسنۍ د عدلي او قضايې بنسټونو په اجراآتو پورې اړوندو موضوعاتو او د عدالت  تأمینولو ته لومړیتوب ورکړي.

.

د هېواد د رسنیو مسؤلان د دې ناستې له جوړونې څخه هرکلی وکړ او دې وزارت سره له خپلې همکارۍ څخه ډاډ ورکړ. همداراز هغوی په دې کتنه کې په قوانینو کې اصطلاحګانو د عام فهم کولو زمینې له رسنیو سره  په هر پړاو کې د قوانینو د شریکولو، د اړیکو د کانالونو د پیاوړتیا او د حقوقي اصطلاحګانو په اړه د پوهاوي د وړاندې کولو په برخو کې خپلې اندیښنې، پوښتنې او وړاندیزونه د عدليې له وزیر سره شریک کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۲:۵
Background image

په لوګر ولایت کې ۶ موټر پلورنځي د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د لوګر ولایت د معاملاتو لارښوونې د دفترونو  ګډ نظارتي پلاوي د محرم‌الحرام د مياشتې په ۵مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په دغه ولایت کې له د موټر پلورنځیو له يو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۴۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې د څه باندې ۱۰۹ جریبه امارتي ځمکې تشخيص

 د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

د هرات د عدلیې رئیس له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د خیریه بنسټونو پر جدي همکاریو ټینګار وکړ

 د هرات ولایت د عدلیې رئیس، مولوي یار محمد جانان خادمی، د محرم الحرام د میاشتې په ۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د عدلیې ریاست په مقر کې د دغه ولایت د خيريه بنسټونو له یو شمېر مسؤولينو سره. . .

BACK TO NEWS