د عدليې وزارت د سرپرست له لوري د شهرکونو او معاملاتو د لارښوونو مسؤلينو ته خبرتيا

waheed
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۶ - ۱۵:۵۵

نن يک شنبه د ۱۴۰۰ لمريز کال په ۱۶ نېټه د عدليې وزارت سرپرست وزير ښاغلي شيخ عبدالحکيم شرعي صاحب د ياد وزارت د امارت د قضاياوو عمومي رئيس او د معاملاتو د لارښوونې رئيس سره وليدل.
په دې ناسته کې د ښاغلي وزير صاحب له پرېکړې سره سم په يوه خبرتيا توافق وشو او پکې يې د ټولو شهرکونو، موټر پلورنځيو او د معاملاتو لارښوونې مسؤلينو  څخه دا غوښتنې وکړې: 
۱ـ د ټولو شهرکونو، موټر پلورنځيو او د معاملاتو د لارښوونې مسؤلين دې خپل ټول اسناد د راتلونکې اونۍ تر يک شنبې پورې د لړم په ۲۳ مه نېټه اړوندې ادارې ته وسپاري.
۲ـ د شخصي شهرکونو اسناد دې د امارت د قضاياوو عمومي رياست ته وسپاري.
۳ـ په ناسته کې دا پرېکړه هم وشوه چې د ټولو شهرکونو نقشې دې د ښارجوړونې او ځمکو وزارت له پلان سره سم تثبيت شي، که له څېړنې وروسته ثابته شي چې د ښارجوړونې له پلان څخه په نقشو کې بدلون راغلی، يا يې له خپل حق څخه تېری کړی وي او يا يې هم د ټولګټو ځايونه په شخصي ملکيتونو کې راوړي وي نو د کار جواز به ترې سلب کيږي، شهرک به د اړوند اورګان له لوري لغو ګرځي او تېري کوونکي ته به هم د اړوند اورګان له خوا سزا ورکول کيږي.
يادونه: ټاکلې ده چې ډېر ژر به يو هيئت وټاکل شي تر څو له يادې نېټې وروسته د دې چارو څېړنه وکړي او اړوندو اورګانونو ته به د اجراآتو سپارښتنه وشي، له هغه وروسته به څوک د شکايت حق نه لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS