د عدلیې وزیر د رسمي جریدو او نورو رسمي سندونو د چاپ له بهیر څخه لیدنه وکړه

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۶
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۱۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د بهیر ګروپ په شرکت کې د رسمي جریدو، تقنیني سندونو او درسي نصاب د چاپ له بهیر څخه لیدنه وکړه.

د عدلیې وزیر د دې لیدنې په ترڅ کې د یاد شرکت له مسؤولینو سره هم خبرې وکړې او د هغوی د فعالیتونو او خدمتونو د ستاینې ترڅنګ یې د کورنیو تولیداتو د کیفیت پر لوړولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې باکیفیته تولیدات د کورني صنعت د پیاوړتیا، د هېواد د اقتصادي ودې او د بیکارۍ د کمښت لامل کېږي.

نوموړي د یاد شرکت مسؤولینو ته توصیه وکړه چې د چاپ کیفیت او د وخت پابندۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي تر څو د هغوی تولیدات د هېواد د تعلیمي او حقوقي اړتیاوو ځواب ویونکي وي.

محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي همدارنګه د خلکو له لوري د کورنیو تولیداتو کارول مهم وبلل او ویې ویل چې اسلامي امارت هم صنعتکارانو لپاره د لازمو آسانتیاوو د برابرولو، له دې جملې د ځمکې ځانګړي کولو په برخه کې، لازم اقدامات ترسره کړي دي.

د اسلامي امارت عدلیې وزارت د بهیر ګروپ له شرکت سره د رسمي جریدو او نورو نشراتي سندونو د چاپ قرارداد کړی دی او یادې جریدې په منظم ډول چاپ او خپرېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۳۰
Background image

په کابل ښار کې له ۲۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د محرم د میاشتې په ۲۹مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ۲۰ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۱۸
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د میدان وردګ ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د صفر المظفر د مياشتې په ۳مه نېټه د ‌شنبې په ورځ په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۷
Background image

په بغلان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو له ۲۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د بغلان ولایت د عدليې ریاست مؤظف نظارتي پلاوي د صفر المظفر د مياشتې په ۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، پلخمري ښار کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو له ۲۶ دفترونو. . .

BACK TO NEWS