د عدليې وزارت د حقوقو او د دولت د قضایاوو د ادارو په ستونزو خبرې وشوې

waheed
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۰ - ۱۲:۲۲
.

د عدليې وزارت د مشرتابه شوري غونډه د روان کال د تلې د میاشتې په ۱۰ د پنج شنبې په ورځې د عدليې وزارت د نوماند وزیر او سرپرست قضاوتپوه فضل احمد معنوي په مشرۍ او د دغه وزارت د معینانو او رئیسانو په ګډون جوړه شوه.

په دې غونډه کې د حقوقو د دولت د قضایاوو او د بشري سرچینو په ادارو پورې په اړوندو موضوعګانو خبرې وشوې او د عدليې وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې د دې وزارت ستونزې دې باید ډیر ژر تشخیص او د هغو د حل کولو لپاره اصلاحي طرحې وړاندې شي.

.

هغه د حقوقو او د دولت د قضایاوو د برخو مسؤلانو ته دنده وسپارله چې د ځواب ویلو د نشتوالي ستونزه او د محکمو د قطعي او د وروستنیو حکمونو په تطبیق کې له مؤظفو ادارو سره همغږي مسنتده کړي ترڅو د اړوندو بنسټونو له مسؤلانو سره طرحه شي.

محترم فضل احمد معنوي ټینګار وکړ چې د قانون پربنسټ، پولیس مکلف دي چې د محکمو د قطعي او وروستنیو حکمونو په تطبیق کې له دې وزا رت سره په همغږۍ کې اقدام وکړي او په هغه صورت کې چې د محکمو د قطعي او وروستنیو حکمونو په تطبیق کې د پولیسو د همکارۍ له نشتوالي څخه مستند موارد شتون ولري، هغه به د هېواد د کورنیو چارو له وزارت سره طرحه شي.

.

د عدليې وزارت سرپرست دغه راز د حقوقو او دولت د قضایاوو ادارو ته لارښوونه وکړه چې په اجراآتو کې د ښه والي په منظور دې د دولت د قضایاوو له لوی ریاست او د اړوندو ادارو ترمنځ د سختو ترلاسه کیدونکو پوړونو کمېسیون او د همغږي شوري جوړه کړي.

هغه هیله څرګنده کړه چې د چارو د ښه والي په منظور د عدليې وزارت د حقوقو د ادارې تشکیلات، حقوق، او کچه لوړه شي.

.

د عدليې وزارت سرپرست د مشرتابه شوري په غونډه کې دغه راز یوه کمېټه مؤظفه شوه چې د ۱۴۰۰ لمریز کال تشکیل ډیر ژر او د نویو جوړښتونو د رامنځته کولو په رسمي تشکیلاتو کې د کاري برخو د شاملولو په منظور د دې وزارت د اړتیاوو په پام کې نیولو سره طرحه کړي.

هغه د عدليې وزارت د رئیسانو او کارکوونکو د حاضرۍ د ستونزو په باره کې هم خبرې وکړې او ويې ویل چې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د مکلفیتونو په برخه کې هیڅ استثنا شتون نه لري او د رئیسانو په ګډون ټول کارکوونکي دې باید په ټاکلي وخت کې په اداره کې حاضر وي.

د عدليې وزارت سرپرست دغه راز د کارکوونکو په اعاشه او خوړو کې په نه استثنا باندې ټینګار وکړ او ويې ویل" زه د ټولو په شان د وزارت د ډوډۍ خوړلو په خونه کې ډوډۍ خورم. کله چې ځير شوم چې زما ډوډۍ د وزارت د نورو کارکوونکو له ډوډۍ سره توپیر لري په سم لاسي ډول مې وویل چې زما ډوډۍ له نورو په شان د ډوډۍ خوړولو خونې راوړئ. د وزارت د ډوډۍ خوړلو په خونه کې د ټولو ډوډۍ باید  یو شان وي او د کارکوونکو ترمنځ هيڅ راز استثنا شتون نه لري."

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۷۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

په کابل ښار کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال جوزا (غبرګولي) مياشتې په ترڅ کې په کابل ښار کې د ۹ اتحادیو، ۱۰ خیریه بنسټونو او د یوې شورا فعاليتونه نظارت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۷
Background image

د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۷ مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ، د کاپيسا ولایت د عدليې رئیس مولوي عبدالقدیر عابد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

BACK TO NEWS