د عدليې وزارت او د افغانستان د حقوقي بین المللي بنسټ (ILF-A ) تر منځ د همکارۍ د هوکړه لیک لاسلیک

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدليې وزارت د ګرځنده د وړیا حقوقي سلا ورکونې او د خدمتونو د مرکز د بیا فعالولو په منظور د افغانستان له حقوقي بین المللي بنسټ (ILF-A ) سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
دغه هوکړه لیک د عدلیې وزارت د ټولنیزو چارو معینې ډاکټرې ذکيې عادلي او د افغانستان د حقوقي بین المللي بنسټ لوی رئیس محمد نبی وقار، لاسلیک کړ. دغه هوکړه لیک د یوه کال لپاره دی او د دواړو لورو په هوکړه د تمدید وړ دی.
د دغه هوکړه لیک پر بنسټ، د افغانستان د حقوقي بین المللي بنسټ له عدليې وزارت سره د ګرځنده حقوقي سلا ورکونې د مرکز له لارې د مشورتي خدمتونو په وړاندې کولو کې مالي همکاري کوي.

د سیستم جوړونې، د وېب پاڼې او د ټولنیزو پاڼو په رامنځته کولو کې تخنیکي او مسلکي همکاري او په دې مرکز کې په ډیجیټلي بڼه د مشورو ثبتول د دې هوکړه لیک یوه بله برخه ده.
د وړیا حقوقي سلا ورکونې د خدمتونو مرکز د عدليې وزارت او د افغانستان د بین المللي حقوقي بنسټ له لوري جوړ شوی او د ۱۸۸ ګرځنده شمېرې له لارې په حضوري او تلفني ډول فعالیت کوي.