د سرپل ولایت د مقام او د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

د سرپل ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنيکي هيئت د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۴ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د سرپل له والي محترم مولوي محمد ظریف مظفر او د یاد ولایت له نورو سيمه ایزو مسؤولینو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د همغږيو د لاپیاوړتیا په موخه د سیمه ییزو ادارو ترمنځ ترسره شوه، تخنيکي هيئت د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او لاسته راوړنې یې د سرپل ولایت له مقام سره شریکې کړې.
د سرپل والي په دې کتنه کې د یاد هيئت لاسته راوړنې وستايلې او یاد شوي هیئت ته یې د لا زياتو همکاريو په هلکه ډاډ ورکړ.