د خیریه بنسټونو له یو شمېر استازو سره د لغمان ولایت د عدلیې رئیس کتنه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۱۳:۵۵
.

د لغمان ولایت د عدلیې رئیس مولوي روح الله روحاني د ربیع الثاني د میاشتې په ۲۹ نېټې د دوشنبې په ورځ په دغه ولایت کې د خیریه بنسټونو له یو شمېر استازو سره د عدلیې ریاست په مقر کې وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغې ناسته کې، د لغمان ولایت د عدلیې رئیس له پاکستان څخه د راستنیدونکو مهاجرینو د ستونزو یادونه وکړه او د خیریه بنسټونو له استازو څخه یې وغوښتل چې په مالي او غیر مالي برخې کې له هغوی سره مساعدت او همکارۍ وکړي.

د خیریه بنسټونو استازو د لغمان ولایت له عدلیې رئیس سره ژمنه وکړه چې د پاکستان هیواد له راستنیدونکو مهاجرینو سره همکارۍ ته چمتو دي او د مالي مرستو د ویش او هغوی لپاره د لازمو آسانتیاو برابرولو په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

BACK TO NEWS